د اتصال په خپرونه کې په افغانستان کې د بې ځایه شویو کورنیو د برخلیک او د نجونو په کم عمر کې ودولو برسېره پر هغو اندېښنو بحث شوی چې وايي له زده کړې څخه د نجونو محرومیت د ماشوم زیږولو پر مهال د میندو د مړینې کچه لوړوي.
افغانستان کې د قصاص د حکم پلي کیدو ته غبرګونونه، د امریکا د نوي حکومت د کابینې د غړو ټاکنه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
طالبان وايي دوه نيم ميليونه داخلي بې ځايه شوې کورنۍ خپلو مېنو ته ستنوي. ایا ددې کار لپاره شرایط برابر دي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په همدې موضوع بحث کیږي.
د نن او وضعیت په خپرونه کې له افغانستان سره په بشري مرستو او پر دغو مرستو باندې د خلکو د ژوندانه د اتکا په اړه بحث شوی دی.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰