TV Schedule

ضعیفي په کاکتوس+ کې: افغانستان کې د ناامنۍ یو لامل د اعتماد نشتوالی دی
د افغانستان د اعتماد او ثبات د جریان رئیس محمد اصف ضعیفي وايي چې په افغانستان کې د ناامنیو یو لامل د اعتماد د نشتوالي بحران دی. ضعیفي کاکتوس+ ته ویلي چې دده په مشرۍ جریان ددغه بحران د حل کولو هڅه کوي.
افغانستان کې د امنیتي پېښو زیاتېدو ته اندیښنې- ۳۰ دقیقې
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ سره د مبارزې چارواکو د امنیت شورا یوې غونډې کې خبردرای ورکړی چې په افغانستان د اسلامي دولت یا داعش - خراسان څانګه نه یوازې د سېمې، بلکې نړۍ ته لا هم یو "مهم" ګواښ ده. د دېرش دقیقو په خپرونه کې پر دې سربېره په اروپايي هیوادونو په ځانګړې توګه جرمني کې په جینايي پېښو کې د بهرنیو وګړو د لاس لرلو په اړه بحث کتلای شئ.
افغانستان سره د مرستو ځنډېدو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه - حایل
ملګرو ملتونو د افغانانو سره د امریکا د مالي مرستو د ځنډېدو په اړه اندېښنه ښودلې. د حایل په خپرونه کې ددې مسئلې او امریکا ته د کډوالو د تللو د پروګرام د ځنډېدلو په اړه د سیاسي چارو د شنونکي عبدالهادي فرهنګ او د مهاجرت د وکیلې شریفه عباسي سره بحث شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د داعش بریدونو ته اندیښنې - سپینې خبرې
د څو ورځو په تفاوت په کابل او کندز ولایتونو کې تر چاودنو وروسته د داعش ډلې د بریدونو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي. د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان او سېمه کې د داعش د ګواښونو د زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا اندیښنې هم څېړل شوې دي.