TV Schedule
د مېرمنو عمده روغتیایي ستونزې؛ د مخنیوي لارې چارې او درملنه - بوعلي سینا
بوعلي سینا پدې خپرونه کې د ښځو د روغتیا پرعمده ستونزو او د مخنیوي پرلارې چارو، د نیم سری او د هغه د درملنې، په افغانستان کې د نس ناستې د پیښو زیاتوالی او پر میندوارو مېرمنو د غوسې منفي اغیزې او د نشه یي توکو د زیانونو په ګډون د روغتیا نړۍ خبرونه کتلای او اوریدلای شئ.
کابلي په کاکتوس+ کې: نړۍ د طالبانو ملا نه تړي
د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې غړی زکریا مشکور کابلي وايي، نړۍ به د طالبانو ملا ونه تړي. هغه کاکتوس+ خپرونې ته ویلي چې ایران د طالبانو په ملاتړ کې "په محاسبه کې غلط" شوی دی. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۰۰ بجې د امریکا غږ پر سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو کې خپریږي.
په افغانستان کې د داعش مرګوني برید ته غبرګونونه – د اشنا د شنبې خپرونه
د دایکندي او غور ولایتونو ترمنځ د ملکي کسانو د وژلو په اړه د ملګرو ملتونو او د امریکا غبرګون، د اوکراین لخوا د روسیې پر وړاندې د لویدیځو هیوادونو د وسلو د کارولو نا معلوم برخه لیک، په افغانستان کې په رزمي لوبو د طالبانو د بندیز څخه وروسته د ځوانانو ناهیلي، د افغانستان او نړۍ نور مهم خبرونه د اشنا تلویزیون په دې خپرونه کې کتلای شئ.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي ګوښه کیدل – سپینې خبرې
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې اصف دراني د افغانستان په وړاندې یې په سیاست کې د اختلافونو په دلیل ګوښه کړای شوی دی. دا چې ایا پاکستاني مقامات د دراني سیاستونه د طالبانو د حکومت سره د خپل هیواد د اړیکو د خړپړتیا لامل ګڼي، پدې هکله د سپینې خبرې په خپرونه کې بحث کیږي.