TV Schedule
په هرات کې بیا زلزلې شوي او په غزه کې جګړې زور اخیستی- د اشنا د یکشنبې خبري ټولګه
د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خپرونه کې؛ د غزې د شمال نه د خلکو د وتلو او جګړې وروستی حال وړاندې کوو. په هرات کې د پرله پسې څو زلزلو له امله د مالي او ځاني زیانونو جزیات او د مرستو څرنګوالي راپور لرو. او په پاکستان کې د افغان کډوالو د خوندیتوب په اړه د افغان سوداګرو اندېښنې شریکو.
په افغانستان کې ملکي خلک څنکه له وژونکو بریدونو خوندي کیدلی شي؟ - سپینې خبرې
د امنیت شورا غړو په یو تازه پریکړه لیک کې، هر ډول تروریستي اقدام د هغه له انګیزې پرته او یا دا چې چیرته او څه وخت او د چا له خوا ترسره کیږي، جرم بللی او وایی هیڅ د توجیه وړ نه دی. په افغانستان کې ملکي خلک څنکه له وژونکو بریدونو خوندي کیدلی شي؟
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" په نامه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دغه مستندونه د جالبو تصویرونو په ښودلو او د جذابو روایتونو په وړاندې کولو سره تاسو ته د سیمو او پېښو په اړه د تحقیق زمینه برابروي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ، پښتو او دري فیسبوک او یوټیوب چاینلونو له لارې خپریږي. تاسو دا مستندونه د امریکا غږ په ویبسایټونو او ټولنیزو رسنیو کې هم کتلای او تعقیبولای شي.