TV Schedule
۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹
په چمن کې د پرلت غوښتنې او د راتلونکې په اړه پرېکړې - اتصال
د افغانستان سره د تګ راتګ او په پاکستان کې د افغان کډوالو سره د پاکستان د چلند په اړه د دغه هېواد په چمن کې پرلت روان دی. د اتصال په خپرونه کې ددې پرلت په غوښتنو او په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د زرګونو کانټینرونو مالونو په اړه خبرې کوو چې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.
۲۱:۰۰ - ۲۱:۲۹
پر افغان نجونو او میرمنو د محدودیتونو پر ليرې کولو د ملګرو ملتونو ټینګار - نن او وضعیت
د نن او وضعیت په دغه نیم ساعته خپرونه کې افغان ښځو ته د حقونو د منلو په صورت کې په نړیوال نظام کې د افغانستان په ورګډیدو خبرې شوي دي. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
۲۱:۳۰ - ۲۲:۳۰