TV Schedule
ایا زکات د مالیاتو بدیل کیدی شي؟ - ژوند په امریکا کې
په دې اونۍ د "ژوند په امریکا کې" خپرونه کې، موږ له یو افغان اقتصادي متخصص سره ځانګړې مرکه لرو. دغه متخصص په اسلامي هیوادونو کې د مالیاتو پر ځای د زکات د اخیستلو په اړه تحقیق کړی او باور لري چې دا سیستم د عایداتو او ټولنیز عدالت په برخه کې نوې لارې پرانېستلای شي. په دې مرکه کې به له هغه واورو چې څنګه د زکات سیستم د اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ لپاره د یو بدیل په توګه کارول کیدای شي.
بلخابي په کاکتوس+ کې په وردګو کې د کوچیانو او ځايي خلکو د شخړو کیسه کوي
د طالبانو حکومت د قبایلو چارو د وزارت د کوچیانو د شخړو د هوارۍ د شورا مشر سید هاشم جوادي بلخابي وايي د ماموریت پر مهال یې په میدان وردګو کې د ځايي خلکو او کوچیانو ترمنځ کومه ستره شخړه نده پېښه شوې او توانېدلی چې په دې ترڅ کې په سلګونو کوچنۍ شخړې حل او فصل کړي.
د اقلیم په اړه نړیواله کلنۍ غونډه - ۳۰ دقیقې
د نړۍ د اقلیم په اړه د "کوپ۲۹" په نوم کلنۍ غونډه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شوې ده. د دېرش دقیقو په خپرونه کې په نړۍ کې د اقلیمي بدلون او په نړیواله کچه د هوا ککړیدو په اړه بحث کتلای شئ. د خپرونې په دویمه برخه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه بحث شوی دی.
افغان طالبانو ته د پاکستان خبرداری - سپینې خبرې
پاکستان د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې د ترهګرو ډلو سره د مبارزې په اړه د اسلام اباد غوښتنه جدي وګڼي او د پاکستان د خلکو زغم دې نه ازمايي. ولې پاکستاني چارواکي په خپل هېواد کې د ناامنیو پړه پر افغانستان اچوي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.