TV Schedule
سعیدي په کاکتوس+ کې: سنتي او مجاهد مشران د افغان سیاسي تاریخ ناکامان دي
د کاکتوس+ په خپرونه کې د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وویل چې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې پردي پال او مجاهدین تر ټولو ستر ناکامان دي. هغه وویل، د افغانانو د سوکالۍ دپاره د حل لاره څنډې ته کېدل نه بلکې، د افغان سیاستوالو او قومي ډلو پخلاینه کولای شي یو متحد افغانستان رامنځته کړي.
پر طالبانو او د پخواني حکومت پر مشرانو د بندیزونو اغیزې - ۳۰ دقیقې
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې پر رئیس او دوو طالب مشرانو د امریکا د بندیزونو اغیزې، د هغو افغان ښځو وضعیت چې تازه له پاکستان څخه وطن ته ستنې شوي او خپلو کورنیو ته د ډوډۍ پیدا کولو مسئولیت لري، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د دیرش دقیقو په خپرونه کې وګورئ.
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.