TV Schedule
بو علی سینا
د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د امریکاغږ اشنا د نن شنبې په خبري خپرونه کې طالبانو ته د پاکستان د پوځ د خبرداری بشپړ جزئیات وړاندې کوو. د پاکستان یو چارواکي بیا تور پورې کړی، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په اندونیزیا کې د اسین سازمان په غونډه کې د میانمار د پوځي حکومت، د شمالي کوریا او د روسیې په وړاندې د اقداماتو غوښتنه وکړه. او په استالف کې د خټینو لوښو د جوړولو په صنعت د اقتصادي ستونزو د ناوړه اغیز په هکله هم راپور لرو.
سپینې خبرې
د پاکستان پوځ طالبانو ته خبرداری ورکړی دی چې په پاکستان کی په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو مداخله د زغم وړ نه ده . پاکستاني چارواکې وایي، ترهګر له پولې اوړي او په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي. ددغو ګواښونو پایله به څه وي او ایا طالبان د ترهګرو مخه نیولای شئ ؟ نن د سپینې خبری په پروګرام کې د طالبانو په دریځ کی ددغسې یو بدلون په امکاناتو او پایلو غږیږو . تاسې کولای شئ خپلې پوښتنې او نظر دلته ولیکئ چې د خپرونې له میلمنو سره یې شریک کړو.
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.