د اتصال په خپرونه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او د هوا د ککړتیا د لاملونو په اړه جلا جلا بحثونه شوي دي.
د ټاکنیزو مبارزو په یوه غونډه کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټپي کېدو ته غبرګونونه او په دغه هېواد کې انتخاباتي مبارزې، په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت، په هرات کې د خټکیو فستیوال او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشریزې تاکنې د روان کال د نومبر پر پنځمه نېټه ترسره شي. سږنۍ ټاکنې د امریکا له تېرو ولسمشریزو ټاکنو سره څه توپیر لري او له کومو ننګونو سره مخ دي؟
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰