په دې پروګرام کې په دې اړه د مېلمنو سره خبرې کېږي. او د اکتوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده. په داسې حال کې چې د افغانستان ښاري ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخې بلل کېږي، د کلیوالو مېرمنو د حقونو پر خوندیتوب خبرې کوو.
د اسرائیل له خوا د غزې د نیولو د امکان په اړه د امریکا دریځ، د خوړو نړیواله ورځ، د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان بری، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا د دوشنبې په خپرونه کې شامل دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک کافي خواړه نلري. نړیوالې خیریه مرستې د لوږې په مخنيوي کې څومره اغیزمنې دي؟ څه باید وشي چې افغانان له لوږې وژغورل شي؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰