TV Schedule
د انسان پر بدن د میتامفیتامین اغیزې - د بوعلي سینا خپرونه
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې د چورې ناروغۍ د هغې د مخنیوي او درملنې پر لارو چارو، د بدهضمۍ په اړه معلومات، په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون په سرمشریزه کې په روغتیا باندې د هوا د ککړتیا اغیزې، د ملاریا د پیښو د زیاتوالي خطر، روغتیا او کورنۍ تاوتریخوالی او د انسان پر بدن د میتامفیتامین اغیزې په ګډون د روغتیا نړۍ څخه خبرونو او راپورونو شامل دي.
سعیدي په کاکتوس+ کې: سنتي او مجاهد مشران د افغان سیاسي تاریخ ناکامان دي
د کاکتوس+ په خپرونه کې د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وویل چې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې پردي پال او مجاهدین تر ټولو ستر ناکامان دي. هغه وویل، د افغانانو د سوکالۍ دپاره د حل لاره څنډې ته کېدل نه بلکې، د افغان سیاستوالو او قومي ډلو پخلاینه کولای شي یو متحد افغانستان رامنځته کړي.
افغانستان کې د امنیتي پیښو زیاتیدل - سپینې خبرې
د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي وايي، په افغانستان کی د ٢٠٢٣ کال د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ۲۲ پوری، د تیر کال د همدی مودی په پرتله، په امنیتي پیښو کې دوه فیصده زیاتوالی راغلی. د امنیتي پیښو د زیاتیدو لاملونه څه دي؟ د طالبانو د پوځي وړتیاو کمیدل یا د مخالفینو غښتلي کیدل؟ د سپینې خبرې خپرونه هره شپه د افغانستان په وخت د اتو بجو څخه تر نهو بجو پورې د اشنا رادیو او د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
ستاسې غږ
په داسې حال کې چې هوا سړه شوې او د ژمي موسم پیلېدو ته یوازې یو څو ورځې پاتې دي، یو شمېر افغانان سخت ژمي او د ژمي د تېرولو لپاره د کافي وسایلو نه شتون ته اندېښمن دي. د ستاسې غږ په خپرونه کې د روان ژمي پر مهال د افغانانو ستونزو او هغو ته د افغانانو د چمتووالي په اړه بحث کوو. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.