TV Schedule
د اتصال د یکشنبې خپرونه
د اتصال په دې خپرونه کې، له ترهګرو ډلو څخه د طالبان د ملاتړ په هکله د ملګرو ملتونو او پاکستان اندیښنو سربیره د جرمني په مونشن امنیتي سرمشریزه کې د کډوالو په اړه د امریکا د ولسمشر د مرستیال جې ډي وینس په څرکندونو بحث شوي دي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د افغانستان په اړه د چین او امریکا اختلافات – د اشنا د یکشنبې خپرونه
د امریکاغږ اشنا د نن یکشنبې په خپرونه کې د ملګروملتونو امنیت شورا کې د افغانستان په اړه د چین او امریکا اختلافاتو، په امریکا کې د غیرقانوني مهاجرت پر وړاندې قانوني اقداماتو او د اوکراین منرالونو ته د امریکا لاسرسي په اړه راپورونه ګورئ.

مستند۵۲
د "مستند ۵۲" خپرونه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو له لارې خپریږي.