TV Schedule
سینوزیټ څه شی دی او کوم کسان ډیر پرې اخته کیږي؟ – بو علي سينا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې د سالم زړه د لرلو لپاره د خوړو د څرنګوالی په اړه یو رپوټ، د سینوزیټ د لاملونو او نښو، د نشه یي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي کچې د لوړولو غوره لارې، د ساه لنډۍ د اعراضو او وقایې په اړه مرکه او د سقط جنین د پرله پسې لاملونو په ګډون د روغتیا نړۍ څخه خبرونه کتلای او اوریدلای شئ.
حمیرا قادري په کاکتوس+ کې: طالبان د ښځو د ځپنې د کلتور استازيتوب کوي
د پوهنتون استادې حمیرا قادري، چې "په جومات کې ګډا" د کتاب لیکواله ده، د کاکتوس+ خپرونې ته ویلي چې د افغانستان ښځې له کلونو راهیسې له تاوتریخوالي سره مخامخ دي او طالبان د ښځو د ځپنې د کلتور استازیتوب کوي. قادري وايي، د ننني افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو د بندیزونو په وړاندې دریږي او بریالیتوبونه به ترلاسه کړي. د کاکتوس+ خپرونه هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ له سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو څخه خپریږي.
طالبانو د یوناما د ماموریت د غځېدو هرکلی کړی دی- د اشنا د شنبې خبري ټولګه
د امریکاغږ اشنا د شنبې په خپرونه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د دفتر (یوناما) ماموریت د غځېدلو، په امریکا کې د مسلمانانو د اندېښنو او د ملګرو ملتونو د کلتوري اثارو په نوملړ کې د روژه ماتي د شاملېدو په اړه مهم خبرونه خپروو.