د اتصال په خپرونه کې په ننګرهار کې د توپان له کبله د اوښتو تلفاتو او زیانونو او د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه جلا جلا بحثونه شوي دي.
د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د کاندید په توګه د جمهوري غوښتونکو لخوا د ټرمپ انتخاب، ننګرهار کې د توپان له کبله اوښتي تلفات او زیانونه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
یوې فرانسوۍ محکمې پرېکړه کړې چې د طالبانو له تګلارو زیانمنې افغانې ښځې کولی شي په فرانسه کې پناه وغواړي. دا پرېکړه ولې شوې او څه اغېز لري؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰