TV Schedule
د جمهوریت له نسکوریدو وروسته د یوې افغانې متشبثې برخلیک - ژوند په امریکا کې
د جمهوریت تر سقوط وروسته، ډېری افغان پانګوال اړ شول چې خپل وطن پرېږدي. دا اونۍ د ژوند په امریکا کې په خپرونه کې له یوې داسې مېرمنې سره خبرې کوو چې په افغانستان کې یې یوه تولیدي فابریکه او د بیا کارونې شرکت درلود، او لا هم دا هیله لري چې خپل وطن ته ستنه شي او هلته خپلې چارې بېرته پیل کړي.
وحیدي په کاکتوس+ کې: افغانستان د پرمختګ له مسیر څخه وتلی
د افغانستان د مخابراتو پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي وايي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د پرمختګ له مسیر څخه وتلی دی. وحیدي چې په تېر حکومت کې له واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور محکمې ته ورپېژندل شوی و، پر ځان باندې لګېدلي تورونه "غیرمسلکي او مغرضانه" بولي. دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د طالبانو د واک درې کاله، د نجونو زدهکړه او امنیت - حایل
د حایل په خپرونه کې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د تعلیمي مرکزونو د تړل کېدو د لاملونو او د طالبانو د واکمنۍ په درېو کلونو کې د امنیتي اندېښنو په اړه د سیاسي چارو د شنونکي سید بلال احمد فاطمي او د انډیانا پوهنتون د بشري علومو د استاد نظیف شهراني سره بحث شوی دی.