TV Schedule
د طالبانو له زندانه نه د مېرمنو د حقونو د یوې فعالې خوشې کیدو ته د بخښنې د نړیوال سازمان د غبرګون - د اتصال د یکشنبې خپرونه
د اتصال په دې خپرونه کې، د طالبانو له زندانه نه د میرمنو د حقونو یوې فعالې را خوشې کیدو ته د بخښنې نړیوال سازمان غبرکون او غوښتنو سربیره د افغان سندرغاړو او موسیقې غږونکو په ستونزو خبرې شوي دي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د افغان طالبانو او پاکستان اړیکې – اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
نن یکشنبې د امریکاغږ اشنا په خبري خپرونه کې د افغان طالبانو او پاکستان اړیکو او د سیمې امنیت ته کتنه کوو. په منځني ختیځ کې د امریکا پر پوځیانو د نیابتي ډلو د بریدونو زیاتیدلو په اړه راپور لرو او د افغان یتیمانو او میرمنو لپاره د یوې افغانې سره خبرې کوو. هیله ده خپرونه وګورئ.
د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر پر افغان طالبانو څومره اثر او رسوخ لري؟ - سپینې خبرې
د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د ترینګلتیا د زیاتیدو وروسته د طالبانو حکومت د پاکستان د جمعیت علما اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان کابل ته بللی دی. ایا مولانا فضل الرحمن کولای شي د خپل نفوذ څخه په استفادې د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړي؟
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" په نامه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دغه مستندونه د جالبو تصویرونو په ښودلو او د جذابو روایتونو په وړاندې کولو سره تاسو ته د سیمو او پېښو په اړه د تحقیق زمینه برابروي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ، پښتو او دري فیسبوک او یوټیوب چاینلونو له لارې خپریږي. تاسو دا مستندونه د امریکا غږ په ویبسایټونو او ټولنیزو رسنیو کې هم کتلای او تعقیبولای شي.