TV Schedule
د معدې د سرطان نښې نښانې - بوعلي سینا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې؛ د معدې د سرطان د نښو او نښانو په اړه معلومات، د افغانستان د روغتیايي سیستم د وضعیت په اړه د بشري حقونو د څار ادارې راپور، د پښې د هډوکو د جراحۍ تر ټولو لنډ عملیات، د تنکیو ځوانانو پر وړاندې د کورنیو مسؤولیت او د روغتیا له نړۍ څخه تازه خبرونه شامل دي.
عبدالرحیم ایوبي په کاکتوس+ کې: طالبان په افغانستان کې د پښتنو استازیتوب نه کوي
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي وايي، چې طالبان د پښتنو استازیتوب نه کوي او ټینګار کوي چې د دې ډلې سیاسي او پوځي مخالفین هم د خلکو په منځ کې ځای نه لري. هغه د کاکتوس+ په خپرونه کې 'د افغانستان د ملي مقاومت جبهې' د مشرانو تګلاره ناسمه بللې او نیوکه یې ورباندې کړې ده. د کاکتوس+ خپرونه هر جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ پر سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو کې خپریږي.
پاکستان: د ډیورنډ په اړه خیالي ادعاوې نړیوال قوانین نشي بدلولی – نن او وضعیت
شیر محمد عباس ستانکزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ دپاره د پاسپورت او ویزې له غوښتنې سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې "مونږ په ټول عمر کې د ډیورنډ کرښه نه په رسميت پیژندلې او نه یې پيژنو." بلخوا پاکستان ویلي چې د ډیورنډ په اړه خیالي ادعاوي نړیوال قوانین نشي بدلولی. د نن او وضعیت په نننۍ خپرونه کې د پروګرام له میلمه، محقق او لیکوال شهنواز سنګروال سره پر همدې موضوع خبرې کوو.