TV Schedule
طالبانو د سولې ریښتینی نیت نه درلود - احمدي په کاکتوس+ کې
د پوهنتون استاد او د دوحې د سولې په مذاکراتو کې د افغان پلاوي غړی محمد امین احمدي د جمهوري نظام د ړنګېدو د لاملونو په اړه وايي چې طالبانو د خبرو اترو له پیل څخه "د سولې ریښتینی نیت" نه درلود او یوازې د واک د ترلاسه کولو لپاره یې د دوحې په غونډه کې ګډون کړی و. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۰۰ بجې د امریکا غږ پر سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو کې خپریږي.
البانیا ته د پناه غوښتونکو د لېږلو پریکړه - ۳۰ دقیقې
د ایټالیا او البانیا ترمنځ د یو تړون له مخې هغه پناه غوښتونکي چې مخکې مستقیما د ایټالیا له لارې نورو اروپايي هیوادونو ته تلل، اوس البانیا ته لیږل کیږي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې ددې برسېره په افغانستان کې په رسنیو کې د ساکښو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو د طالبانو د بندیز په اړه هم بحث کتلای شئ.
په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندیښنه - نن او وضعیت
سره له دې چې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي، د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د ۲۰۲۴ په سپټمبر میاشت کې یې له ۲۵۰ زرو څخه زیاتو بې وزلو سره مرسته کړې ده. د نن او وضعیت خپرونې په دویمه برخه کې د هاضمې جهاز په اړه د خپرونې له میلمه سره بحث کتلای شئ.