TV Schedule
دیابت یا د شکرې ناروغۍ څه شی دی او څنګه یې مخنیوی کیدای شي - بو علي سینا
د بوعلي سینا ددې اونۍ په خپرونه کې؛ د نشه یي توکو د زیانونو په اړه د پوهاوي کچې په لوړولو کې د لیکوالانو ونډه، د ځواني دانې (ځوانکۍ) د درملنې لارې چارې، د ښځینه میاشتنې ناروغیو د بندیدو او د سرطان د اخته کیدو ترمنځ اړیکه، د مثانې انتاناتو د نه درملنې اختلاطات، په افغانستان کې د سیروم تولید فابریکې فعالیت او د روغتیا نړۍ اړوند یو شمېر نور خبرونه شامل دي.
عاصي: د طالبانو حکومت به ډیر دوام ونکړي - کاکتوس+ د لشکري سره
د افغانستان د تیر حکومت د دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي په "کاکتوس+ د لشکري سره" خپرونه کې، ویلي چې د طالبانو حکومت مشروعیت نه لري او ډېر وخت به دوام ونه کړي. عاصي همدارنګه د جمهوریت په واکمنۍ کې د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومتوالۍ پر طرز نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د مقاومت د جبهې د ځوان مشر احمد مسعود ترڅنګ د بسم الله محمدي، امرالله صالح او نورو په څېر د خلکو شتون دغه جبهه له ماتې سره مخامخ کړې ده. تمیم عاصي ویلي چې که څه هم د طالبانو حکومت نامشروع دی، خو د طالبانو سیاسي او پوځي مخالفین لکه احمد مسعود او نور جهادي مشران د طالبانو د حکومت د نسکورولو وړتیا نه لري. دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د ډزو تبادله - د اشنا د شنبې خبرې خپرونه
د امریکاغږ اشنا د شنبې په خپرونه کې، د اسرائیل په شمالي پوله کې د حزب الله او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ د ډزو د تبادله په اړه راپور لرو. د ملګرو ملتونو ددې رپوټ جزیاتو ته به هم کتنه وکړو، چې وايي د سلګونه زره افغان کډوالو ستنیدل به په افغانستان کې بشري کړکیچ نور هم زیات کړي او په پای کې په امریکا کې د مننې ورځې لپاره چمتوالی په اړه هم راپور وګورئ.
د تروریزم ضد مبارزه کې به د روسیې او پاکستان ګډه همکاري څومره مهمه او ګټوره وي؟ - سپینې خبرې
د روسیې او پاکستان چارواکو په افغانستان او سیمی کی د امنیت لپاره موافقه کړیده چې دواړه به د تروریزم د مالي سرچینو د وچولو او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نورو برخو کې په ګډه همکاري کوي. د تروریزم ضد مبارزه کې به ددې دوه هېوادونو مشترکه همکاري څومره مهمه او ګټوره وي؟
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي ستونزې - نن او وضعیت
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول وايي، سر له ننه افغانستان ته د افغان سوداګرو نږدې ۳۵۰۰ کانټینرونو لېږدیدل پیلېږي. د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان او پاکستان په ترانزیتي ستونزو او د حل په لارو چارو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مدیره پلاوي غړی، خانجان الکوزي سره خبری کوو.
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.