د اتصال په خپرونه کې کابل ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان د بلل کېدو او په کابل کې د ژمې په درشل کې د برېښنا د کمښت پر موضوعاتو بحث شوی دی.
پاکستان کې د وسله والو ډلو زیاتېدل، اوکراین ته د امریکا د دفاع وزیر سفر، د کډوالۍ نړیواله ورځ، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.
دسمبر ۱۸ د کډوالۍ نړیواله ورځ ده. طالبان وايي ګاونډي هېوادونه د نړیوالو معیارونو خلاف کډوال شړي. د کډوالۍ معیارونه کوم دي او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې یې وضعیت څنګه دی؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰