د لاس رسي وړ اتصالات

TV Schedule

۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹

نجیب ازاد په کاکتوس+ کې: جمهوریت په ارګ کې دننه د چارواکو د معاملې له امله سقوط وکړ

د افغانستان د پخواني حکومت د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال او په متحده ایالاتو کې د پوهنتون استاد نجیب ازاد د لشکري سره د کاکتوس+ په خپرونه کې وویل، چې د جمهوریت نظام د طالبانو د وسله والې مبارزې په نتیجه کې نه، بلکې په ارګ کې دننه د چارواکو د معاملې له امله سقوط شو. ښاغلی ازاد ادعا کوي چې د جمهوري نظام له سقوط يو شپه مخکې، د حقاني شبکې غړو ته د پخواني نظام د امنیت شورا په مېلمستون کې هرکلي ویل شوی و.

۱۹:۳۰ - ۱۹:۵۹

د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

XS
SM
MD
LG