TV Schedule
بوعلي سینا: د خوړو خوندیتوب او صحي رژیم ته د لاس رسی اهمیت
د ۲.۸ میلیاردو خلکو لپاره صحي خوړو ته د نه لاسرسي په اړه راپور، د نړۍ په څو هیوادونو کې د محرقی خپریدل، په متحده ایالاتو کې د یو افغان ډاکټر په اړه راپور، د چاقۍ عوامل او د انسان په روغتیا یې اغیزې، د نشه يي توکو د زيانونو او د معتادينو په درملنه کې د مشورې ورکولو د اغېز په اړه راپورونه او نور صحی مطالب او خبرونه د دې اوونۍ د بو علي سينا په خپروني کې شامل دي.
طالبانو د سولې ریښتینی نیت نه درلود - احمدي په کاکتوس+ کې
د پوهنتون استاد او د دوحې د سولې په مذاکراتو کې د افغان پلاوي غړی محمد امین احمدي د جمهوري نظام د ړنګېدو د لاملونو په اړه وايي چې طالبانو د خبرو اترو له پیل څخه "د سولې ریښتینی نیت" نه درلود او یوازې د واک د ترلاسه کولو لپاره یې د دوحې په غونډه کې ګډون کړی و. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۰۰ بجې د امریکا غږ پر سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو کې خپریږي.
د اسرائیل د صدراعظم د کور په لور د ډرون توغول – د اشنا د شنبې خپرونه
د امریکا غږ د اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې د طالبانو پر وړاندې د قوي اقدام کولو په اړه د بخنښې د نړیوال سازمان د غوښتنې، د حماس د نوي مشر وژل کېدل او غزه کې د سولې د احتمال او د امریکا په شیکاګو کې د کرکټ لوبو په اړه مهم خبرونه خپرېږي.