د اتصال په خپرونه کې د افغانستان په اړه د دوحې د ناستې په هکله د پخواني افغان چارواکي محمد عمر داوودزي سره مرکه شوې او همداراز په افغانستان کې د نړیوال بانک د پروژو څرنګوالي ته کتنه شوې ده.
د افغانستان په اړه په دوحه کې د غونډې وروستی حال او ارزونه، د اسرائیل له خوا د یو فلسطیني دولت د رسمیت نه پېژندلو اعلان، په بلجیم کې د کډوالو دپاره د سرپناه د نه شتون ستونزې، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډې مهمې پریکړې کړې دي. دا پرېکړې څه او څومره پلې کېدونکي دي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې پدې هکله بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰