د زړه د روغ ساتلو د لارو چارو په اړه په جرمني کې د زړه د ناروغیو د متخصص ډاکټر نجیب الله جلالزي سره ځانګړې مرکه شوې ده.
د اتصال په خپرونه کې، په افغانستان کې د زېږون په مهال د میندو په مړینې د ملګروملتونو اندیښنې سربیره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغې ادارې په بندیدلو خبرې شوي چې د افغان کډوالو د بیا میشتیدو چارې تنظیموي.
سعودي عربستان کې د اوکراین په اړه غونډه، د افغانستان تحصیلي نصاب ته د طالبانو بیا کتنه، په پاکستان کې د چمپینز ټرافي سیالۍ، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د نن او وضعیت په خپرونه کې له پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو د شړلو په احتمال خبرې شوي دي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰