TV Schedule
بو علی سینا
د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د امریکاغږ اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او عامو افغانانو لخوا د خپلواکۍ د ۱۰۴ کالیزې نمانځنه، په کمپ ډیویډ کې د امریکا، جاپان او سویلي کوریا درې اړخیزه غونډه او په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د وړیا تعلیمي او هنري پروګرام په اړه هم راپور لرو.
سپینې خبرې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت، نن د اګست ۱۹ (زمري ۲۸مه) د بریتانیی څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو ۱۰۴ کلیزه نمانځلې او دا ورځ یې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. افغان ولس ولې په دی څه دپاسه یوه پیړۍ کې د نورو هېوادونو په څیر، ريښتینی خپلواکۍ او د پرمختګ مدارجو ته نه دی رسیدلی؟ د نن شپې په سپنې خبرې خپرونه کې پرې خبرې کوو. تاسې هم کولای شئ د دې پوسټ لاندې د خپلو پوښتنو او نظر په شریکولو سره پدې بحث کې برخه واخلئ.
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.