TV Schedule
بوعلي سینا: امریکا ته د نویو راغلیو افغانانو روغتیايي ستونزې
په امریکا کې د افغان ډاکټرانو ټولنې د نویو راغلیو افغانانو د روغتیا او بیمې د ستونزو د حل لپاره کار پیل کړی دی؛ د غوسې د اداره کولو څرنګوالی، د اوستیوپروسیس لاملونه او وقایه، د ودې کولو د هورمونو ستونزې، د امیندوارۍ په وروستیو دریو میاشتو کې اړین تدابیر او نور د روغتیا نړۍ اړوند خبرونه او راپورونه د دې اونۍ په بو علي سینا خپرونه کې وړاندې کیږي.
په جمهوري دوره کې د بیان د ازادۍ فرصتونه او ننګونې - رهین په کاکتوس+ کې
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر سید مخدوم رهین د بیان د ازادۍ لپاره د خپلو هڅو او لاسته راوړنو خبره کوي او هغه ننګونې او فرصتونه بیانوي چې په دې برخه کې د جمهوریت په دوره کې موجود وو. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۰۰ بجې د امریکا غږ پر سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو کې خپریږي.
افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندیښنې – سپینې خبرې
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي په تازه راپور کې راغلي چې په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی او اړتیا ده چې ددې وضعیت د پراخیدو د مخنیوي لپاره یوه جامع طرحه جوړه شي. دا چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابیدو مخه څنګه نیول کیدای شي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په همدې موضوع بحث کوو.