TV Schedule
خواصي په کاکتوس+ کې: د ښځو د تعلیم مخنیوی به افغانستان ته ستر زیان ورسوي
د افغانستان د ولسي جرګې پخواني منشي عبدالستار خواصي د کاکتوس+ په خپرونه کې، د جمهوریت نظام کې د "سیستماتیک فساد" پر موجودیت د نیوکې په توګه د طالبانو واکمني "مشروع حاکمیت" بللی. خو خواصي د طالبانو د واکمنۍ پر طرز ځینې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د ښځو د زده کړې مخنیوی به افغانستان ته ستر زیان پېښ کړي. کاکتوس+ خپرونه هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د طالبانو له حکومت سره د روسیې اړیکې - سپینې خبرې
په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۵ غونډه کې د روسیې پلاوي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو په اړتیا او په دې برخه کې د طالبانو له خوا د شویو ژمنو په عملي کیدو باندې ټینګار کړی دی. روسیه به په افغانستان کې د ټولشموله حکومت له جوړېدو څه ګټه پورته کړي؟
طالبانو د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو راپور پروپاګند بللی – نن او وضعیت
په افغانستان کې د طالبانو حکومت، د بشري حقونو د وضعیت د خرابیدو په اړه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ وروستي راپور ته په غبرګون کې دا راپور د خپل حکومت پرخلاف د پروپاګند هڅه بللې ده. د نن او وضعیت په خپرونه کې د سیاسي او بشري حقوقو کارپوه، سید ذاکر شاه سادادت سره پر همدې موضوع خبرې کوو.