TV Schedule
اتصال تلویزیوني خپرونه
د اتصال د یکشنبې اپریل دویمې په خپرونه کې په دې خبرې کوو چې د افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل سیاسي موضوع وه که امنیتي؟ د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وایي چې دی له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو په وتلو هیڅ ډول پښیماني نلري. خو جمهوري غوښتونکي ټینګار لري چې د سرتیرو د وتلو بڼه له شرمه ډکه او مرګونې وه. په دویمه برخه کې د امریکا او کاناډا ترمنځ د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي په تړون خبرې کوو.
د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
د امریکاغږ اشنا د یکشنبې اپریل دوهمې په خبري خپرونه کې؛ د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د طالبانو له بنده د مدني فعالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې. په بریټانیا کې یوه خیریه مؤسسه وایي طالبانو په افغانستان کې درې بریټانویان بندیان کړي. سیاسي څیړونکي وایي د امریکا پر مخکني جمهور رئیس لګیدلي تورونه په نړیوال ډګر کې د امریکا د ولسواکۍ یو ازمون بلل کیږي او خاتمین الماسي هغه افغانه تکواندو کاره ده چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې يي په افغانستان کې ورزش کاوه، خو اوس په پېښور کې د کډوالۍ ژوند تیروي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" په نامه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دغه مستندونه د جالبو تصویرونو په ښودلو او د جذابو روایتونو په وړاندې کولو سره تاسو ته د سیمو او پېښو په اړه د تحقیق زمینه برابروي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ، پښتو او دري فیسبوک او یوټیوب چاینلونو له لارې خپریږي. تاسو دا مستندونه د امریکا غږ په ویبسایټونو او ټولنیزو رسنیو کې هم کتلای او تعقیبولای شي.