TV Schedule
ژوند په امریکا کې
ژوند په امریکا کې خپرونه تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کوي. دغه خپرونه هره جمعه ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ پر سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو خپریږي.
وفايي زاده په کاکتوس+ کې: د افغانستان هوايي ډګرونه د میلیونونو ډالرو فساد مرکزونه وو
د کاکتوس+ په خپرونه کې دا اونۍ د افغانستان د تیر حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او د ملکي هوايي چلند د ادارې رئیس قاسم وفايي زاده سره خبرې شوي. وفايي زاده پدې خپرونه کې ویلي چې د افغانستان هوايي ډګرونه د میلیونونو ډالرو فساد په مرکزونو بدل شوي وو. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د اسماعیل هنیه د وژل کېدو اغیزې - ۳۰ دقیقې
د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د جنازې مراسم په قطر کې ترسره او په هغه هیواد کې خاورو ته وسپارل شو. د دېرش دقیقو په خپرونه کې د اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته د سېمې د وضعیت او په افغانستان کې د بشري وضعیت او د پخوانیو پوځیانو سره د طالبانو د بد چلند په اړه د ملګرو ملتونو د راپور جزیات په اړه بحث کتلای شئ.
افغانستان کې د خوړو د کمښت اندېښنې - نن او وضعیت
د نن او وضعیت په دې پروګرام کې د بودیجې په کمښت د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په اندیښنو او پر افغانانو د اقلیمي بدلونونو د ناوړه تاثیراتو په اړه په سویس کې د میشت په اضطراري او پیچلو شرایطو کې د بشري اړتیاوو د ارزونې بنسټ په خبرداریو بحث کوو.