TV Schedule
په میرمنو کې د سینې سرطان د تشخیص د یوې نوې طریقې اختراع - بو علي سینا
د بوعلي سینا د جنورۍ ۲۰مې په خپرونه کې د خپګان لاملونه او په دې رواني ناروغۍ د ښځو د اخته کېدو کچه، د کروندګرو لپاره د کوکنارو د کرکيلې د ښه بدیل لارې چارې، د زړه په ناروغیو د ګڼ شمېر تور پوستو مېرمنو د اخته کیدو لاملونه، د سینې سرطان د ژر او پر وخت تشخیص نوې لارې چارې او د کتاب له هغې لیکوالې سره مرکه چې په بریالیتوب سره یې د سرطان وژونکي ناروغۍ ته ماتې ورکړې، د روغتیا له نړۍ څخه تازه خبرونه شامل دي.
نجیب ازاد په کاکتوس+ کې: جمهوریت په ارګ کې دننه د چارواکو د معاملې له امله سقوط وکړ
د افغانستان د پخواني حکومت د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال او په متحده ایالاتو کې د پوهنتون استاد نجیب ازاد د لشکري سره د کاکتوس+ په خپرونه کې وویل، چې د جمهوریت نظام د طالبانو د وسله والې مبارزې په نتیجه کې نه، بلکې په ارګ کې دننه د چارواکو د معاملې له امله سقوط شو. ښاغلی ازاد ادعا کوي چې د جمهوري نظام له سقوط يو شپه مخکې، د حقاني شبکې غړو ته د پخواني نظام د امنیت شورا په مېلمستون کې هرکلي ویل شوی و.
بلوڅان څوک دي او ولي یې ایران او نورو ته مشکلات رامنځته کړي؟ - نن او وضعیت
د بلوڅانو ازادي غوښتونکو مبارزه په داسې یو وخت کې چې له یوې خوا د اوکراین جګړه روانه ده او له بلې خوا په منځني ختیځ کې د اسرائیل او فلسطینانو جګړه پیل شویده، څه ګټه کوي؟ تر ټولو مهمه دا چې، د افغانستان په روانو سیاسي او اقتصادي وضعیت څه اغیزه درلودلی شي؟ د نن او وضعیت په خپرونه کې د تاریخ محقق ډاکټر سنګروال سره په همدې موضوعاتو بحث او خبرې کوو.
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.