TV Schedule
افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو څرنګوالي- د اتصال د یکشنبې خپرونه
د اتصال د یکشنبې په خبرونه کې د افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو په څرنګوالي له میلمنو سره خبرې کوو. سیګار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله په خپل تازه راپور کې ویلې چې د هرو لسو څخه تر څوارلسو ورځو پورې په اوسط ډول ۸۰ میلیونه ډالر د ملګروملتونو له خوا کابل ته انتقال شوي دي. ددې پیسو ګټې د افغانستان لپاره څه دي؟ او د طالبانو لخوا د خبریالانو نیول او پر رسنیو د طالبانو محدودیتونو باندې لنډه کتنه به ولرو.
په ایران او پاکستان کې د افغان زندانیانو وضعیت – د اشنا د یکشنبې خبرې ټولګه
نن یکشنبې د سلواغې لومړۍ نېټه ده. تاسو به د امریکاغږ اشنا په نننۍ خپرونه کې په ایران او پاکستان کې د افغان زندانیانو په وضعیت د طالبانو او ایراني چارواکو د لیدنو جزیات واورئ، د باچا خان سوله ییزه مبارزې ته مو کتنه کړې او د نړۍ د خبرونو سربیره، په جرمني کې د یوه افغان مدافع وکیل فعالیتونو په اړه راپور لرو.
په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې او د زندانیانو تبادله – سپینې خبرې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د ایران د قضائیه چارو د پلاوي سره یې د زندانیانو د تبادلې په اړه د یوې موافقې پر تطبیق او په ایران کې د افغان کډوالو په ستونزو خبرې کړيدي. په افغانستان کې د یو اساسي قانون نه موجودیت کې، د زندانیانو تبادله او حقوقي او جنایي همکاري څومره ممکنه ده؟
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" په نامه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دغه مستندونه د جالبو تصویرونو په ښودلو او د جذابو روایتونو په وړاندې کولو سره تاسو ته د سیمو او پېښو په اړه د تحقیق زمینه برابروي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ، پښتو او دري فیسبوک او یوټیوب چاینلونو له لارې خپریږي. تاسو دا مستندونه د امریکا غږ په ویبسایټونو او ټولنیزو رسنیو کې هم کتلای او تعقیبولای شي.