TV Schedule
هرات کې د زلزله خپلیو رواني وضعیت ته اندیښنې- بوعلي سینا خپرونه
د بوعلي سینا ددې اونۍ په خپرونه کې؛ د هرات د زلزله ځپلو د رواني وضعیت ارزونه، ددغه مرګونې زلزلې د ټپیانو درملنه، پر غاښونو او اوریو د تنباکو او نشه یي توکو ناوړه اغیزې او پر تنفسي سیستم د هوا د ککړتیا د اغیزې په ګډون د روغتیا نړۍ پر یو شمېر موضوعاتو باندې بحث کیږي.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
په ترکیې کې د افغان کډوالو ستونزې - نن او وضعیت
په افغانستان کې د طالبانو د سرپر ست حکومت د مهاجرو او ستنیدونکو چارو وزارت او ترکیي چارواکو د افغان کډوالو د ستونزو په حل خبرې کړي دي او د یو کمیسیون په جو ړیدو یې موافقه کړیده. د نن او وضعیت په خپرونه کې، په ترکیه کې د افغان کډوالو په ستونزو، او د حل په لارو چارو غږیږو.
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.