د اتصال په خپرونه کې د پاکستان په سیاسي او امنیتي وضعیت او د افغانستان په صادراتو کې د کمولاي په عواملو د میلمنو سره خبرې شوي دی.
د طالبانو لخوا په تدریسي نصاب کې بدلون، په منځني ختیځ کې د اوربند هڅې د ټلویزیون نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان ټلویزیوني خپرونو په اهمیت او وضعیت راپورونه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو د خپلې مفکورې له مخې د افغانستان په تعلیمي نصاب کې بنسټیز بدلونونه پلي کړي. دا بدلونونه څه دي او څه اغیزې لري؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰