TV Schedule
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه او غبرګونونه - اشنا د پنجشنبې خپرونه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د افغانستان په اړه بحث او نړیوال غبرګونونه، په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې لوړه کچه، د غزې تړانګې کې وروستی وضعیت، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه دامریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
آیا له طالبانو سره د نړۍ پراخ تعامل ددې ډلې تګلاره بدلولای شي؟ - سپینې خبرې
د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا د ملګرو ملتونو دامنیت شورا څخه له طالبانو سره د تعامل غوښتنه وکړه او وویل چې ددې تعامل څخه دې د مخالفت د بیانولو او د بدلون د هڅولو لپاره کار واخیستل شي. ايا له طالبانو سره تعامل د خلکو سره ددې ډلې د چلند د بدلیدو لپاره د طالبانو د هڅولو يو مناسب انتخاب دی؟
په افغانستان کې د رسنیو او ژورنالیستانو د وضعیت په اړه اندیښنې – نن او وضعیت
د خبریالان د خوندیتوب کمېټې په افغانستان کې د ژورنالیستانو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو ښوونيزه، علمي او کلتوري اداره (یونسکو) وايي په ۲۰۲۳ کال دوه افغان خبریالان په افغانستان کې د خپلې دندې پر مهال وژل شوي دي. د نن او وضعیت په خپرونه کې په ۲۰۲۳ کال کې د رسنیو د وضعیت په اړه بحث کتلای او اوریدلای شئ.