TV Schedule
ژوند په امریکا کې
ژوند په امریکا کې خپرونه تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کوي. دغه خپرونه هره جمعه ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ پر سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو خپریږي.

احمد سرور په کاکتوس+ کې: هند د افغانستان لپاره خپلې ګټې نه قرباني کوي.
په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر احمد سرور وايي، له افغانستان سره په اړیکو کې هند خپلې ملي ګټې په پام کي نیسي او افغانان باید تمه ونلري چې نوی ډیلی خپلې ګټې د افغانستان قرباني کوي. سرور د کاکتوس+ سره په خبرو کې په دې برخه کې د طالبانو په وړاندې د موجودو خنډونو په اړه خبرې کړي دي.
ایا د طالبانو ترمنځ اختلافات شته؟ - ۳۰ دقیقې
په وروستیو ورځو کې د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو په اړه راپورونه خپاره شوې دي. د طالبانو تر منځ د خپل منځي اختلافاتو مسله څومره جدي ده؟ د دېرش دقیقو په خپرونه کې پر دې موضوع سربېره، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو، نیول کېدو او د چمپینز ټرافي (اتلانو جام) په سیالیو هم بحث شوی دی.
افغانستان کې مورنۍ ژبې ته پاملرنه - نن او وضعیت
د فبروري یوویشتمه د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په مورنۍ ژبه خبري کول څومره ارزښت لري او په افغانستان کې د مورنۍ ژبې د ودې او پرمختګ لپاره څومره کار شوی دی. د نن وضعیت په ننني پروګرام کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلي په لوبه هم بحث کوو.