TV Schedule
په غزې تړانګه کې ملکیانو ته د اسرائیل پوځ خبرداری - اتصال خپرونه
د اسرائیل پوځ یوځل بیا په غزې تړانګه کې ملکیانو ته خبرداری ورکړی. د اسرائیل پوځ د فلسطینانو څخه غوښتي چې د دې سیمې جنوبي برخې ته کډه شي، په ورته وخت کې د فلسطینانو په ملاتړ لندن کې نژدې سل زرو کسانو لاریون کړی. د دې جګړې د پراخېدو احتمال څومره دی؟ ایا دا غمیزه د ډپلوماتیکو لارو حل کیدای شي؟ او په پاکستان کې د افغان کډوالو وضیعت، د پاکستان لخوا افغان کډوالو ته تاکل شوی ضرب الاجل نږدې شوی د پاکستان دریځ لا هم پر ځای دی. پدې دواړو موضوعاتو په جلا بحثونو کې د میلمنو سره خبرې شوي.
په غزې تازه بریدونه او د مذاکراتو ناکامي – د اشنا د یکشنبې خبري ټولګه
د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خپرونه کې په غزې او لویدیځه غاړه د بریدونو وروستی حال او په قاهره کې د منځني ختیځ د سولې خبرو پاېلو په اړه راپور اورئ. د پاکستان نه د افغان کډوالو ایستلو په اړه د اروپايي ټولنې غوښتنه او د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې راتلونکو لوبو ته کتنه شوې.
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" په نامه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دغه مستندونه د جالبو تصویرونو په ښودلو او د جذابو روایتونو په وړاندې کولو سره تاسو ته د سیمو او پېښو په اړه د تحقیق زمینه برابروي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ، پښتو او دري فیسبوک او یوټیوب چاینلونو له لارې خپریږي. تاسو دا مستندونه د امریکا غږ په ویبسایټونو او ټولنیزو رسنیو کې هم کتلای او تعقیبولای شي.