TV Schedule
سعیدي په کاکتوس+ کې: سنتي او مجاهد مشران د افغان سیاسي تاریخ ناکامان دي
د کاکتوس+ په خپرونه کې د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وویل چې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې پردي پال او مجاهدین تر ټولو ستر ناکامان دي. هغه وویل، د افغانانو د سوکالۍ دپاره د حل لاره څنډې ته کېدل نه بلکې، د افغان سیاستوالو او قومي ډلو پخلاینه کولای شي یو متحد افغانستان رامنځته کړي.
افغانستان کې د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندیښنه - دېرش دقیقې
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تازه غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت، د ښځو او نجونو پروړاندې سیستماتیک تبعیض، د سیاسي مخالفینو ځپلو او د بیان ازادۍ په اړه اندیښنې ښودل شوې دي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې پر دې سربېره په افغانستان کې د نجونو او میرمنو پر زده کړو د بندیز پر دوام او پایلو هم بحث شوی دی.
د افغانستان په اړه د نړیوالو غونډو اغیزې - حایل
په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه په دوشنبې، اوسلو، ژنیو، دوحه او نیویارک کې د افغانستان په اړه غونډې وشوې. د حایل په خپرونه کې ددې غونډو د اغیزو په اړه د بشري حقونو د فعالې اورځلا اشرف نعمت او د افغانستان پخواني پوځي منصبدار او د ملي مصالحې مرکچي یوسف همت سره بحث شوی دی.
د طالبانو او پاکستان خړې پړې اړیکې - سپینې خبرې
د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي چې ځینې هیوادونه هڅه کوي چې "د دوست په جامه کې" کې افغانان تباه کړي. د کابل او اسلام اباد د اړیکو په خرابېدو سره، ایا طالبان ملګري هېوادونه له لاسه ورکوي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې د همدې موضوع په اړه بحث کیږي.
افغانستان کې د زیږون پر وخت د میندو د مړینې کچه لوړه شوې - ستاسې غږ
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال مري. ستاسې غږ په خپرونه کې د همدې موضوع په اړه بحث شوی دی. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰