TV Schedule
سید اسحاق ګیلاني په کاکتوس+ کې: جګړه په افغانستان کې د حل لار نده
د افغانستان د ملي پیوستون غورځنګ مشر سید اسحاق ګیلاني د ښځو په اړه د طالبانو پر تګلاره نیوکه کړې خو ویلي یې دي چې په افغانستان کې د مشروع حکومت جوړولو لار جګړه نده. ګیلاني د طالبانو د حکومت لویه ستونزه اقتصادي مشکلات بللي دي. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ له سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو څخه خپریږي.
افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ د ګواښونو زیاتېدل - ۳۰ دقیقې
د افغانستان په کندهار او د پاکستان په ګڼو سېمو کې د ترهګریزو بریدونو څخه وروسته په سېمه کې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې پر دې مسلې سربېره په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز د دوام په اړه بحث او راپورونه کتلای شئ.
کندهار کې ځانمرګي برید ته غبرګونونه - سپینې خبرې
د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ او په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرین ډیکر په کندهار کې د پنجشنبې د ورځې ځانمرګی برید غندلی دی. د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان او سېمه کې د بریدونو د زیاتېدو په اړه بحث کتلای شئ.