د اتصال په خپرونه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د یوناما پر تازه راپور بحث شوی او د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو کې د افغانې لوبډلې ګډون ته لنډه کتنه شوې ده.
د تورخم دروازې بیرته خلاصېدل، افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې، په امریکا کې د ټاکنیزو مبارزو لړۍ، او د افغانستان او سیمې نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.
د تورخم دروازه د ۱۱ ورځو دپاره له تړل کېدو وروسته نن بیرته پرانیستل شوه. د دې دروازې د بیا بیا تړل کېدو لاملونه او پر سوداګرۍ یې اغېزې څه دي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې همدا موضوع څېړل شوې.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰