د ځانګړې مرکې په خپرونه کې په امریکا کې د افغان پشه يي ټولنې له مشر عبدالسلام رسولي سره خبرې شوي دي.
د اتصال په خپرونه کې د برېکس د سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان په اړه د نړۍ د مشرانو په خبرو او اندیښنو خبرې شوي او په افغانستان کې د بدیل معیشت په برخه کې د امریکا د یوایس ایډ مرستندویې ادارې فعالیتونو ته کتنه شوې ده.
د بشري مرستو په بهیر کې د طالبانو د مداخلې په اړه اندېښنې، په منځني ختیځ کې د سولې لپاره هڅې، په امریکا کې د جمهوري ریاست ټاکنیزې سیالۍ،ا او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰