TV Schedule
د هوا ککړتیا د تنفسي او جلدي ناروغیو یو له اصلي لاملونو څخه دي - بو علي سینا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ د خپریدو لاملونه، په قزاقستان کې د همجنس خوښونکو ترمنځ د اچ آی وي د خپریدو په اړه اندیښنې، د پروستات سرطان لاملونه او مخنیوی، پر انسانانو د هوا د ککړتیا فزیکي او رواني اغیزې او د زیږون د اختلالاتو په ګډون د روغتیا له نړۍ څخه تازه خبرونه شامل دي.
سعیدي په کاکتوس+ کې: سنتي او مجاهد مشران د افغان سیاسي تاریخ ناکامان دي
د کاکتوس+ په خپرونه کې د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وویل چې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې پردي پال او مجاهدین تر ټولو ستر ناکامان دي. هغه وویل، د افغانانو د سوکالۍ دپاره د حل لاره څنډې ته کېدل نه بلکې، د افغان سیاستوالو او قومي ډلو پخلاینه کولای شي یو متحد افغانستان رامنځته کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان: د نجونو د زده کړو د دوام لپاره مدرسې د ښوونځیو بدیل نشي کیدلی – د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د بشري حقونو څار سازمان په ښوونځیو کې د نجونو د زده کړو پر ځای په دیني مدرسو کې د هغوی د زده کړو سره مخالفت ښودلی دی. د امریکاغږ اشنا د شنبې په خپرونه کې پر دې سربېره، غزې تړانګې ته په خوندي توګه د بشري مرستو د لیږد په ګډون، مهم کورني او بهرني خبرونه لیدلی او اوریدلی شئ.
په پاکستان کې په افغانانو د ترهګرۍ تورونو پورې کول: ستاسې غږ
د پاکستان له لوري له ترهګرۍ سره د تړاو په تور پر افغانانو د تورونو د پورې کولو په دوام د خیبر پښتونخواه د ترهګرۍ پرضد ادارې په يو راپور کې د ترهګرۍ په تور د ۹۲ افغانانو د نیولو راپور ورکړیدی. موږ د نن او وضعیت په ننۍ خپرونه کې پر همدې موضوع بحث کوو. کوربانه: احمدالله ارچیوال او نجیبه خلیل
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.