TV Schedule
د اتصال د یکشنبې خپرونه
د اتصال په دې خپرونه کې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمارکو روبیو خبرداي سربیره د امریکا د مرستو د ځنډیدو وروسته افغانستان کې ۳۲۰ روغتیايي مرکزونو په تړل کیدو خبرې شوي دي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
جمهور رئیس ټرمپ او د محافظه کارانو د سیاسي عمل کنفرانس – د اشنا د یکشنبې خپرونه
د امریکاغږ اشنا د نن یکشنبې په خپرونه کې د امریکا د محافظه کارانو د سیاسي عمل کنفرانس کې د افغانستان په ګډون د نورو مسایلو په اړه د ټرمپ د وینا مهم ټکي، د فلسطیني بندیانو د خوشی کېدلو ځنډ او په جرمني کې پارلماني ټاکنو په اړه راپورونه ګورئ.

مستند۵۲
د "مستند ۵۲" خپرونه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو له لارې خپریږي.