TV Schedule
۱۷:۰۰ - ۱۷:۵۹
څنګه کولای شو په سالمه توګه روژه ونیسو؟ – بو علي سينا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې، په سالمه توګه د روژې نیولو اغېزمنې لارې، د تریخې (صفرا) کیسې کې د تیږو د جوړیدو لاملونه، د کالدانۍ د درملنې او مخنیوي لارې چارې، په دوپینګ یا انرژی ورکوونکي درملو باندې د روږدې کېدو منفي اغیزې، ځلمیانو لپاره د نشه یي توکو د زیانونو په اړه پوهاوی او د راډیولوژی څانګې له یو افغان متخصص سره د مرکې په ګډون د روغتیا نړۍ تازه رپوټونه کتلای او اوریدلای شئ.
۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹
سید اسحاق ګیلاني په کاکتوس+ کې: جګړه په افغانستان کې د حل لار نده
د افغانستان د ملي پیوستون غورځنګ مشر سید اسحاق ګیلاني د ښځو په اړه د طالبانو پر تګلاره نیوکه کړې خو ویلي یې دي چې په افغانستان کې د مشروع حکومت جوړولو لار جګړه نده. ګیلاني د طالبانو د حکومت لویه ستونزه اقتصادي مشکلات بللي دي. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ له سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو څخه خپریږي.
۲۱:۳۰ - ۲۲:۲۹