TV Schedule
د دوحې غونډې ته د ښځو او بشري حقونو د مدافعینو د استازو نه بلل کیدل – د اتصال د یکشنبې خپرونه
د اتصال په دې خپرونه کې، د ملګرو ملتونو په هغې پریکړې چې وایۍ د افغانستان په هکله د دوحې په درېیمې مشورتي غونډه کې به د بشري حقونو مدافعین ګډون نکوي، او د میرمنو او بشري حقونو مدافعینو پر اندیښنو باندې به خبرې ونشي، بحث کوو. سربیره پر دې په پاکستان کې د سندرغاړو او موسیقې غږونکو په تړاو د محکمې پر پریکړې هم خبرو ته کینو. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د طالبانو د حکومت سره دپلوماتیکې اړیکي – د اشنا د یکشنبې خپرونه
پدې خپرونه کې به د طالبانو د حکومت سره د اړیکو پاللو په هکله د روسیې نظر او د پاکستان اندېښنې؛ د کرکټ په نړیوال جام کې د اسټرالیا په وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریا او د غزې د جګړې له امله د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د اسرائیل د ټیم د منع کولو د بحث په اړه رپوټونه ګورئ او اورئ.
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" خپرونه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو له لارې خپریږي.