د اتصال په خپرونه کې د ملګرو ملتونو په غونډې او په دې اړوند د طالبانو په نیوکې خبرې شوي. په افغانستان او سیمه کې د پولیو د پېښو زیاتېدو ته هم کتنه شوې ده.
افغانستان کې د رسنیو پر ژوندیو سیاسي خپرونو د طالبانو د بندیز پرېکړه، منځني ختیځ کې د پراخې جګړې د پیل کېدو وېره، خوست کې د کڼو زده کوونکو لپاره ځانګړی ښوونځی، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د طالبانو حکومت رسنۍ له ژوندیو سیاسي خپرونو منع کړي دي. دا پرېکړه پر افغان رسنیو څه اغېز لري؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰