د اتصال په خپرونه کې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د پیښو د زیاتېدو او په افغانستان کې د بشري مرستو د کمېدو په اړه د اندېښنو پر موضوعګانو بحث شوی دی.
په افغانستان او سیمه کې د ګوزڼ زیاتېدونکې پیښې، د بریکس په سرمشریزه کې د افغانستان په اړه غوښتنې، د منځني ختیځ روان وضعیت او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د اکتوبر ٢۴مه د ګوزڼ ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده چې لاهم په افغانستان کې ورباندې خلک اخته کیږي. ولې په افغانستان کې دا ناروغي لمنځه نه ځي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې پدې موضوع بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰