TV Schedule
په امریکا کې د یوې افغانې میرمنې ستاینه - ژوند په امریکا کې خپرونه
په امریکا کې یوې نړیوالې موسسې د مهرباني د بنسټ مشرې، الهه احرار د خیریه او بشري فعالیتونو له امله وستایله او دا موسسه به د واشنګټن ډي سي په ملي پارک کې د دې افغان میرمنې په نوم یوه ونه کېنوي. دا اونۍ د ژوند په امریکا کې خپرونه کې د مهرباني د بنسټ د کړنو په اړه خبرې کوو.
جلالي: افغانستان کې د افرادو پیاوړتیا د ادارو د کمزورتیا لامل شوه - کاکتوس+ د لشکري سره
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي د کاکتوس+ د لشکري سره په خپرونه کې، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دورې او هغه مهال د نړیوالې ټولنې د چلند د ستونزو یادونه کړې ده. جلالي وايي، افغانستان په ۲۰۰۱ کال کې د جمهوري نظام له پیل راهیسې په ناسم لور روان و او د افرادو پیاوړتیا پکې د ادارو او بنسټونو د کمزورتیا لامل شوه. دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند پیلېدل – دېرش دقیقې
په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ څلور ورځنی اوربند پلی شوی چې په ترڅ کې به یې د دواړو لورو یو شمېر یرغمل شوي کسان خوشې شي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې پر دې سربېره په مسکو کې د طالبانو د مخالفینو په ګډون د جوړې شوې غونډې په اړه هم له میلمنو سره بحث شوی دی.
د طالبانو په غوښتنه له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو امکان - حایل
ایا ممکنه ده چې پاکستان د طالبانو د حکومت په غوښتنه افغان کډوال افغانستان ته په زور ستانه کړي وي؟ دا پوښتنه مو د دې اوونۍ د حایل په خپرونه کې د پاکستان د مشرانو جرګې له پخواني غړي افراسیاب خټک او د افغانستان د وکیلانو د ټولنې له مرستیال عبدالسبحان مصباح څخه کړې ده.
په هند کې د افغانستان سفارت ولې وتړل شو؟ - سپینې خبرې
په هند کې د افغانستان د سفارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي د یو شمیر ننګونو له امله سفارت په دایمي ډول تړل شوی دی. اعلامیه کې راغلي چې د سفارت د کنټرول لپاره د طالبانو او د هند دولت دوامداره فشارونو ته په پاملرنې سفارت د یو ډیر سخت انتخاب سره مخ و. د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې اړه بحث شوی.