TV Schedule
د غاښونو ډاکټران: ښکلې موسکا پاکو او منظمو غاښونو ته اړتیا لري – بوعلي سینا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې، د نامنظمو غاښونو د درملنې د څرنګوالي په اړه رپوټ، د چاودیدلو شونډو او چاودیدلي تالو ناروغانو د درملنې لارې چارې، د جراحۍ کوچني عملیاتو او د پوستکي سرطان په اړه معلومات او همدارانګه د روږدو کسانو د درملنې د غوره لارو چارو په اړه د یوې مرکې په ګډون د روغتیا له نړۍ څخه رپوټونه کتلای او اوریدلای شئ.
الماس زاهد په کاکتوس+ کې: له طالبانو سره جګړه به د کابل د ورانۍ لامل شي
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی وکیل او د شمالي شورا مشر، الماس زاهد د لشکري سره د کاکتوس+ په خپرونه کې وویل، چې د یو افغان سیاستوال په توګه او دا چې د طالبانو له مشرانو څخه ښه پېژندګلوۍ لري، نوموړی د ملي نجات د عالي شورا لخوا مؤظف شوی دی، چې طالبان د سولې خبرو اترو ته کېنوي. زاهد وايي، له طالبانو سره جګړه به د کابل د ورانۍ لامل شي. دغه خپرونه د افغانستان پر وخت د جمعې ماښام پر ۶:۳۰ بجو د امریکا غږ د ډیجیټلي شبکو او سپوزمکۍ له لارې خپریږي.
په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې - نن او وضعیت
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي یو ځل بیا، د ایران څخه د غیر قانوني افغان کډوالو په وتلو ټینګار کړی. د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالی کمیشنرۍ په حساب، اوس مهال ۴.۵ میلیونه افغان کډوال په ایران کې اوسیږي. د نن او وضعیت په خپرونه کې، په ایران کې د افغان کډوالو په وضعیت، د ایران د حکومت په ستونزو او د نړیوالو روابطو په رڼا کې په افغانستان کې د دومره افغانانو د بیرته میشت کیدو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په اړه د پروګرام له میلمه، روح الله احمدزي سره خبرې کوو.