په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د امریکا غږ د اشنا د سه شنبې په خبري خپرونه کې د ملګرو ملتونو د غونډې، د لبنان او اسرائیل ترمنځ د شخړو او د امریکا په ټاکنو کې د مسلمانانو پر ونډې مهم خبرونه خپرېږي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي اتونیو ګوتېرش ویلي چې د طالبانو په واکمنۍ کې نجونې او میرمنې تر ډیره په کورونو کې دننه محدودې دې چې تعلیم او کار کولو ته هیڅ لاسرسی نه لري. ملګري ملتونه د افغان میرمنو د حقونو لپاره څه کولای شي؟
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰