TV Schedule
ژوند په امریکا کې: په امریکا کې د افغانانو دیني او کلتوري ارزښتونه
دا اونۍ د "ژوند په امریکا کې" خپرونه کې، له یو افغان سره د هغو دیني او کلتوري ارزښتونو په اړه خبرې کوو چې افغانان یې له ځان سره امریکا ته راوړي دي. په دې مرکه کې به دا هم وڅیړو چې افغانانو دا ارزښتونه په مهاجرت کې څنګه ساتلي او څنګه بدلونونه پکې راغلي دي. دغه خپرونه هره جمعه ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ پر سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو خپریږي.
پیمان کاکتوس+ ته: طالبانو سره مبارزه 'واجب' ده
د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی امان الله پیمان چې له پخوا څخه د افغانستان په شمال کې د مقاومت ملاتړی دی، د کاکتوس+ خپرونې ته ویلي چې د طالبانو پر ضد مبارزه "واجب" ده او بري ته رسیږي.
د بریکس په سرمشریزه کې له طالبانو غوښتنې - ۳۰ دقیقې
د بریکس سرمشریزې په یوه اعلامیه کې په سوله ییز ډول د افغانستان د مسلې پر هوارولو ټینګار کړی او پر طالبانو یې غږ کړی چې د نجونو پر زده کړه محدودیت پای ته ورسوي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې په افغانستان، په ځانګړې توګه په کابل کې وروستیو، د ناامنیو د وروستیو پېښو په اړه بحث شوی دی.